قبــركښــل

قبــركښــل

د قبركښلو لږ اندازه دومره ده چي دمړي بدبوئي منعه سي اومړى دحيوان كښلوڅخه وساتي دقبر ژوروالى ( عمق ) داحنافوپه آند دانسان نيم قامت يادانسان ترسيني پوري ښودل سوي دى كچيري ترپوره قامت پوري اوږد سي ښه كاردى دقبراوږدوالى ( طول ) به دمړي د اوږدالى په كچه وي اوپسور ( عرض ) به يې دطول په نيمايي وي اودمړي دايښودلودځاي په كيفيت كښي داسي ويلاى سوچي لحديعني هغه كندنه چي قبردقبلې ولوري ته كيږي دټولوفقاؤپه اتفاق غوره دى ترهغه كندني چي دقبرپه منځ كي كيږي چي په شق سره شهرت لري پدې شرط سره چي مځكه كلكه وي ځكه چي سعدبن ابي وقاصy دمړيني پرمهال داسي وفرمايل :

الحدوالي لحدا وانصبوا علي اللبن نصبا . ([30])

ژباړه : ماته لحد جوړكړى اوخښتي راته ودروي .

كچيري مځكه سوسته وي بياشق يعني هغه كندنه چي دقبرپه منځ كښي دويالې په څيروي غوره ده اولحدته پخې خښتي ياتختې درول مكروه دي ځكه خښتي اوتختې دتعميراتولپاره استعماليږي اوقبر دتعمير ځاى نه دى اوقبرته ترخاورواچولووړاندي دمړي دفن ته د ټولوخلګوحضورسنت دى پدې موخه چي دقبر دسرلخوادرې مټه خاوري په لاس ورواچوي مخكي تردې چي په بيلچلوخاوري ورواچوي ځكه دابوهريرةy څخه روايت دى :

عن ابي هريرةy انّ رسول اللهr صلي علي جنازة ثم اتي قبرالميت فحثي عليه من قبل راسه ثلاثا . ([31])

ژباړه : دحضرت ابوهريرةy څخه روايت دى چي رسول اللهr پريوه جنازه باندي لمونځ وكړى بيا راغلي درې مټه خاوري يې دسرله لوري څخه ور وغورځولي .

دقبرلوړوالي ( ارتفاع ) به يوه لويشت وي ځكه د رسول اللهr قبريوه لويشت لوړسوى دى نوموړي مطلب دشافعي (رحمة الله عليه) په روايت ثابت سوى دى :

وروى الشافعي عن جابرy ان النبيr رفع قبره عن الارض قدرشبر.([32])

ژباړه : امام شافعي (رحمة الله عليه) دحضرت جابرy څخه روايت كړى دى چي درسول اللهr قبريوه لويشت دمځكي څخه لوړسوى دى اودقبرسربيرن كيفيت به ماهي ورته وي ځكه درسول اللهr قبرماهي ورته ښودل سوى دى ځکه په يو روايت کي راځي :

قال سفيان الثمار رايت قبرالنبيr مسنما.([33])

ژباړه : سفيان ثمار وايي چي ما درسول اللهr قبر وليدى چي ماهي ورته جوړسوي وو .

دقبرپخول ياودانۍ پرې جوړول مكروه دى همداډول مسجد په قبروكښي جوړول اودقبرمچول ياطواف باندي كول دمكروهاتوڅخه ګڼل سوي دي ځكه فقهاءكرام ليكي :

وذكرفي الفقه الاسلامي يكره تجصيص القبروالبناء والكتابة عليه والمبيت عنده واتخاذ المسجد عليه وتقبيله والطواف عليه والاستشفاء باالتربة من الاسقام .([34])

ژباړه : دقبرښائسته كول ، ودانۍ پرې جوړول ، ليكنه پرې كول ، شپې ورته تېرول ، مسجدپرې جوړول ، دقبرمچول ، طواف پرې كول او دناروغيوڅخه دقبرپه خاوره شفاءغوښتل مكروه دي .

پرقبر باندي ليكنه داحنافوله آنده كه اړتيا ورته موجوده وي پروانه كوي .([35])

مسئله : په مقبره كښي لمونځ كول هم دمكروهاتوڅخه ګڼل سوى دى ځكه رسول اللهr دداسي كړني څخه منعه فرمايلي ده لكه چي فرمائي:

لاتجلسواعلي القبورولاتصلوا اليها ([36])

ژباړه : پرقبروباندي مه كښينئ اومه لمونځونه پرې كوئ .

مسئله : قبرونو ته تكيه وهل ياپرې پرېوتل مكروه دي ځكه فقهاءكرام ليكي :

وجعلوا الاتكاء اوالاستناد مكروها كاالجلوس . ([37])

ژباړه : قبرونوته تكيه وهل ياستوني ستخ پرې پرېوتل فقهاؤ مكروه ګرځولي دى .

مسئله : دقبرو څخه دمړو كښل حرام دي ترڅوچي يې يقين نوي چي دمړي هډوكي لمنځه تللي دي او دهډوكو ماتوالي يې حرام دى ځكه رسول اللهr فرمايي :

وعن ام سلمة (رضي الله عنها) قالت قال رسول اللهr كسرعظم الميت ككسرالعظم الحي في الاثم . ([38])

ژباړه : دحضرت ام سلمې (رضي الله عنها) څخه روايت دى چي دې مباركي ويلي دي چي رسول اللهr فرمايلي دي : دمړي دهډوكو ماتول دژوندو كسانو دهډكو دماتوالي په څير دي (په ګناه كښي).

مسئله : دقبرونوسرته دډ برو ايښودل جائزدي ځکه دعثمان بن مظعونy ددفن په كيفيت كښي درسول اللهr څخه روايت سوى دى :

انه صلي الله عليه وسلم وضع عند راس عثمان بن مظعون صخرة. الحديث([39])

ژباړه : رسول اللهr دعثمان بن مظعونy وسرته يوه ډبره كښيښودل.

مسئله : كچيري يوه ښځه مړه سول په نس كښي يې ژوندى بچى وو د ډيرو علماؤ په آند نس څيرل يې غوره دي ځكه استبقا دژوندى په تلفيدودجز دمړي ده .([40])

مسئله : په يوه قبركښي دډيرومړوښخول جائزنه دى مګر داړتيا په وخت كښي جائزدى .داړتيا وخت داسي ښودل سوى دى چي مړي ډېروي دهريوه لپاره قبركښل ګران وي نوپه دغه وخت كښي دډېرومړويوځاى كول په يوه قبركښي جائز دي اوكه نراوښځي دواړه وي نوپکار ده چي جلاجلا يې ښخ كړي . پاته دي نوي چي نورمړي به په ترتيب سره ښخ كړي اوترتيب يې داسي دى چي دلومړۍ مرتبې لرونكي خلګ به لومړى په قبر كښي كښيږدي اوبيا به ددوهمي مرتبي لرونكي ايږدي مثلا كه پلاراوزوي وي لومړي به پلاراوبيا به زوي ايږدي بيابه لمسي ايږدي كه موراولوروي لومړۍ به موربيابه لور ايږدي اوددوو مړو په منځ كښي به يوجلاكونكي شي ايږدي چي دخاوروڅخه جوړسوى وي .([41])

مسئله : كافرته به دمسلمانانوپه هديره كښي ځاى نه وركوي اونه به مسلمان دكافرانوپه هديره كښي ښخوي.([42])

مسئله : كه يوه نصراني ښځه مړه سوه اوپه نس كښي يې بچى موجود وو داچي بچي يې پر فتري ايمان دى نوموړي ښځه به دمسلمانو په هدېره كښي په دې ترتيب ښخه كړي چي شا به يې وقبلي ته وي ځكه جنين دمورپه نس كښي غالبا داسي وي چي مخ يې دموردشا لوري ته وي.([43])

مسئله : دقبروڅخه دشنو ونو يانباتاتو وهل جائزنه دي مګر كه وچ سي بياپروانكوي .([44])

مسئله : مړي په تابوت كښي ايښودل جائزدي ځكه فقهاءكرام فرمايي :

قال الحنفية لاباس باتخاذ التابوت ولومن حجراوحديد للميت عند الحاجة كرخاوة الارض .([45])

ژباړه : دحنفي مذهب علماؤ ويلي دي : مړي ته تابوت جوړول که څه هم داوسپني ياډبري څخه وي داړتياپه وخت کي لکه دمځکي سستوالى پروا نه کوي .

ديادوني وړده چي دمړي په تابوت كښي دايښودلوپه خت كښي به په تابوت كي خاوري اچوي بيابه مړي پكښي ايږدي اودښځينه مړي ددفن په وخت كښي به دخپلوانوله لوري دمړي دراكښته كولوپه وخت دحجاب په موخه پرده ځړانده كړي داخبره ظاهره اوښكاره ده .


د تفصيل او سرچيني لپاره دلته کلیک وکړی




مطالب مشابه :


قصیدة...کلمة عربیه

ولـومـن رمـش اعـیـونـی




ابوذیات متفرقه لمعانی متفرقه

ولومن هل بگیت النوب




اپی زیاتومی وفورسپس

به مخاط رکتوم گسترش یافته ولومن رکتوم رادرمعرض دید قرار می دهد. تعیین زمان ترمیم اپی




په جرابو مسح کول

ولومن غزل اوشعر .وخرج عنه ماکان من کرباس بالکسر وهوثوب من القطن الابيض ويلحق بالکرباس




قبــركښــل

قال الحنفية لاباس باتخاذ التابوت ولومن حجراوحديد للميت عند الحاجة كرخاوة الارض .([45])




برچسب :